IQNA

په هندوستان کې  له مسلمانانوڅخه نفرت اوکرکه له  پارلیمانه تر واټ پورې زیاته شوې

8:35 - October 09, 2023
د خبر لمبر: 3488076
ایکنا-(واشنګټن) هندی مسلمانان  چې له هرپلوه له دسیسو او نفرتونو سره مخ دي، په هندوستان کې د اجتماعی او سیاسی مشکلاتو په رامینځةکیدا کې ، دناروغیو په خپریدا کې،د آبادۍ تر چاودیدونکي حده په زیاتیدا  کې  او دغه راز دهرډول ترینګلتیاؤ زمه وار ګڼل کیږي او دغه نفرت له واټه تر پارلیمانه رسیدلی دی.

ایکنا د Middle East Monito له قوله راپور راکوي، د واشنګټن ډي سي جارج ټاؤن پوهنتون د بهرنیو خدماتو د پوهنځي استاد بدرخان سوري  په یوه یاددښت کې  دهندوستان د مسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالي موضوع سپړلې ده  و لیکلي ئې دي،له مسلمانانو اونورو لږکیو څخه نفرت  د هندوستان  په سیاسی او اجتماعي سسټم او  واټونو کې  د ورځې یوه اصلي چاره ګرځيدلې ده  او هندوتوا افراطي او زوړپال وګړو ته اجازت  ورکوي څو  خپلو دغو کرغیړنو  چارو  ته دوام ورکړي او هیواد کنټرول کړي.

په یوې تاریخی شیبې کې  دهندوستان نوي پارلیمان لومړنۍ غونډه جوړه کړه او په میاشت کې ئې دهند ماموریت دبریالیتوب په باب ئې بحث وکړ او په همدې غونډې کې د بی جې پي واکمن ګوند یوه لوړپوړي مسئول  له اسلام ضده پروسې او د مسلمانانو د سپکاویو په دوام کې بدې ردې ووئيلې.

د ستمبر یوویشتمه نیټه یعني پنجشنبې ورځې  د بی جې پي واکمن ګوند نماینده رامش بیدهری  چې دجنوبی ډیلي سیمې استازی دی،په پارلیمان کې  ئې د ټولو قوانینو او اصولو په چخڼي کولو سره په یوې تعصبی ،کرکه خورونکي  او مناظرې انداز کې وینا وکړه او د دانش علی په نامې سره ئې یو مسلمان نماینده  په نامې اخستلو سره   او په اسلام ضده  خبرو سره  هغه افراطي ،ترهه ګر او افراطي وباله  او بد رد وئيلوسره ئې حتی هغه له پارلیمانه بهر په وژلو هم وګواښه.

علی دانش  ددغو سپکاویو په غبرګون کې ووئيل، تاسو فکر وکړئ  که دغه پیښه دهندوستان په پارلیمان کې  دما لپاره رامینځةشوې ده،نو د هیواد دعمومي ښاریز اوعادی مسلمان په سر به څه تیریږي؟

دا په هندوستان کې د مسلمانانو د ژوند د هرې ورځې یوه دود کیسه ده ، په هندی پارلیمان کې دیوه مسلمان استازی دومره سپکاوی کیږی او په واټونو کې ،لنډيغري، زوړپال افراط پال  او له خدایه ناخبره افراطی هندوان  مسلمانان او نور لږکی په واټونو کې په غیر قانونی توګه حتی پانسي کوي ئې ،ځورونې ، وهل ټکول ، بد رد وئيل او دا ټول اقدامات د پولیسو او امنیتی مامورانو دسترګو په وړاندې کیږي،حتی هندی پولیس او ماموران سترګې غړوي ،افراطي هندوان د مسلمانانو او نورو لږکیوکورونه او دکانونه او کرهڼيزې مځکې په اور لاهوو کوي او تر دې چې مسلمانان اعتراض هم نشی کولی که اعتراض وکړي،نو د پولیسو او امنیتی مامورانو له ځيږو او وحشي ډوله اقداماتو سره مخ کیږی.په پارلیمان کې کله یو افراطي هندو نماینده د مسلمانانو او اسلام سپکاوی کوي، نو حکومتی وزیران او لوړپوړي چارواکي  هم ورسره دملګرتیا په توګه ورته خاندي او یو ډول هرکلی ئې کوي.

داپه داسې حال کې دي چې  د هندوستان د حیدرآباد د خلکو نماینده او د مجلس اتحاد مسلمین غورځنګ عمومی منشي اسدالدین اویسي  اټکل  کوي چې لیرې نه ده  چې یوه ورځ  د هندوستان په پارلیمان کې یو مسلمان نماینده په غیر  قانوني توګه پانسي (لینچ) کړي،نو دهندوستان په کوڅو ،واټونو او نورو سیمو کې به د مظلومو مسلمانانو څه حال او ژوند وي.

نفرت از مسلمانان در هند: از پارلمان تا خیابان

البته ډیری شناندي او کارپوهان دا هم وائي چې په هندوستان کې چې پر مسلمانانو دغه بدې او ترینګلي شپې ورځې تیریږي، نو تریوه حده  په مسلمانانو کې هم ځینی تیروتنی  شته چې دغه شان ژوند  ورباندې تپل کیږي، که  دهندوستان څه دپاسه دوه سوه میلیون آبادي یوه ورځ  اتفاق او اتحاد ولرل شي، یوه ورځ پخپلو اصولو او مقرراتو   او هغه هم د هندوستان منشور  په اساس پابنده او ځير ووسي،نو هیڅکله هم  هغه قوم  چې یو موټی او متحد وي خداي تعالی پر هغوي بدې شپې ورځې او ناکامۍ  نه راولي او تل به مخ په وده او دخپلو حقوقو څښتن وي.

https://iqna.ir/fa/news/4173675

captcha